کابل : له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپالنې مؤسسې ترمنځ د ۱۷۲ کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو د برابرولو په موخه د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه.
د یادې ادارې ،د سپتمبر د ۱۳مې، د معلوماتو له مخې، د تفاهم نامې پر بنسټ به په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې د پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال، د خوړو نړیوال سازمان په ملاتړ، هرې کورنۍ ته د دوو میاشتو لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او یو کیلو مالګه ووېشل شي.
همداراز، هغه کورنۍ چې ناروغان یې د خوړو نړیوال پروګرام په روغتیايي کلینیکونو کې ثبت شوي، له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او اړوندې مؤسسې ته ور وپېژندل شي، د درېیو میاشتو لپاره به هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شي.
د تفاهم نامې له مخې، شیدې ورکوونکو میندو او له دوو کلونو کم عمره ماشومانو ته به هم تغذیوي مواد برابرېږي.


شال نیوز