واشنګټن : امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په ځانګړي لېست کې شامل کړی دی چې واشنګټن یې د امریکايي وګړو په ناحقه نیولو تورنوي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مارچ پر ۹مه افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړي دولت» په توګه نومولی و او ویلي یې وو چې دا پرېکړه د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو د نیولو له امله شوې ده.

 

امریکايي چارواکو طالبان تورن کړي دي چې بهرني وګړي د نورو هېوادونو د فشار لپاره نیسي؛ خو طالبانو دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې بهرنیان د افغانستان د قوانینو د سرغړونې په صورت کې نیول کېږي، نه د سیاسي معاملې لپاره.

 

د دې نومونې له مخې امریکا کولی شي د طالبانو پر وړاندې نور بندیزونه، د صادراتو محدودیتونه او د امریکايي پاسپورټ لرونکو لپاره افغانستان ته د سفر نور محدودیتونه ولګوي. امریکا له طالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو د خوشي کولو او د دې ډول نیونو د بندولو غوښتنه کړې ده.