پېښور : د پاکستان وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا ۲۶ ضلعې د ناامنۍ او وسله والو بریدونو د خطر له امله «هارډ اېریاز» ګرځولې او هلته یې د دندو ترسره کوونکو ځینو وفاقي اداري او پولیس افسرانو لپاره د بنسټیزې تنخوا ۲۵۰ فیصده امنیتي الاؤنس منظور کړی دی.

 

د وفاقي حکومت د اسټېبلشمنټ ډویژن ،د سپتمبر د ۱۲مې، له لیک سره سم، په دې ۲۶ ضلعو کې پېښور، خیبر، مردان، چارسده، مومند، نوښار، کوهاټ، هنګو، کرک، کرمه، اورکزي، بنو، لکي مروت، شمالي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک، بر سویلي وزیرستان او کوز سویلي وزیرستان شامل دي. سوات، بونېر، شانګله، باجوړ، بر دیر، کوز دیر، بر چترال او کوز چترال هم په دې لېست کي شامل شوي دي.

 

د حکومت له پرېکړې سره سم، په دغو ضلعو کې پر دندو د پاکستان اېډمنسټرېټیو سروس او پولیس سروس اف پاکستان اړوند افسران به د خپلې بنسټیزې تنخوا برابر ۲۵۰ فیصده امنیتي الاؤنس اخلي. دغه الاؤنس به وفاقي حکومت ورکوي او پرې به انکم ټېکس هم لګېږي.

 

دا پرېکړه د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ له لومړۍ نېټې عملي بلل شوې ده. که یو افسر له دغو ضلعو څخه بلې سیمې ته بدل شي، امنیتي الاؤنس به یې بندېږي. د دندې د ځنډ، روزنې او ځینو نورو اداري حالتونو پر مهال به هم دا الاؤنس نه ورکول کېږي او د پېنشن برخه به نه حسابېږي.

 

صوابۍ او د هزاره ډویژن ضلعې په دې لېست کې نه دي شاملې شوې.