سوات : سوات کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړو او پلویانو ،د سپتمبر په ۱۲مه، د سوات پرېس کلب مخې ته احتجاج کړی او د ګوند د ورک شوي مشر ،خورشید دادا، د موندلو غوښتنه یې کړې ده. احتجاج کوونکو بینرونه او پلې کارډونه له ځان سره لرل، چې پر هغو د خورشید دادا د موندلو او نورو غوښتنو په اړه شعارونه لیکل شوي وو.
د احتجاج پر مهال د ډيډک مشر او د صوبايي اسمبلۍ غړي اختر خان، د قامي اسمبلۍ غړو سهیل سلطان او سلیم الرحمن، د صوبايي اسمبلۍ غړي حمید الرحمن، پخواني تحصیل ناظم سعید خان او نورو مشرانو ویناوې وکړې.
دوي وویل چې خورشید دادا شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې ورک دی، خو تر اوسه یې د ځای او وضعیت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. د پي ټي اېي مشرانو وویل چې د خورشید دادا د موندلو لپاره له دې وړاندې هم په سوات پرېس کلب کې خبري غونډه او احتجاجونه شوي، خو د دوي په خبره، تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې.
دوي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د خورشید دادا د موندلو لپاره دې سمدستي اقدامات وکړي او د هغه د کورنۍ او پلویانو اندېښنې دې لرې کړي. د پي ټي اېي مشرانو خبرداری ورکړ چې که غوښتنو ته یې پام ونه شي، نو د احتجاج لړۍ به په ټول هېواد کې پراخه کړي. دوي وویل چې د خپلو غوښتنو لپاره به له ټولو قانوني او جمهوري لارو کار واخلي.


عصمت علي اخون