کندوز :د افغانستان د کندوز ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۹۶ بېلابېل ډوله ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه وړل شوي دي.

 

د یاد ریاست په همغږۍ، د ماین‌ پاکۍ موسسې د (کیو ار ټي-۰۱) تخنیکي ټیم د عملیاتو پر مهال راکټونه، د توپ او هاوان مرمۍ، ماینونه، خوشیي بمونه، فیوزونه، بوسټرونه، نارنجکونه او د پیکا او کلاشینکوف مرمۍ کشف او خنثی کړې دي.

 

د کندوز د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ریاست له خلکو غوښتي، چې د ناچاوده یا مشکوکو توکو د لیدلو پر مهال له نږدې کېدو او لمس کولو ډډه وکړي او زر تر زره یې مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي.