ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، چې ،د سپتمبر په ۱۲مه، د چپرهار ولسوالۍ په زغو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې ۴ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د حماد په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي او د پېښې په تړاو یې ۲ کسان نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او نیول شوي کسان به له قانوني اجرااتو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.


شال نیوز