واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په وچه خوړه سیمه کې د لقماني الفلاح پبلک های سکول مشر عثمان وزیر وايي، چې په ضلعه کې د پرله پسې کرفیو له امله د ماشومانو زده کړې اغېزمنې شوې دي او حکومت دې زده کوونکو او استادانو ته ښوونځیو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.
عثمان وزیر ،د سپتمبر په ۱۲مه، د سکول له ماشومانو سره د کرفیو پر ضد د غږ پورته کولو پر مهال وویل، چې د دوي موخه دا ده چې حکومت او اړوند چارواکي د زده کوونکو له ستونزو خبر کړي. نوموړي وویل، چې د کرفیو له امله ماشومان پر وخت ښوونځیو ته نه شي رسېدی او د دوي د زده کړو قیمتي وخت ضایع کېږي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په یونیفارم کې او د سکول بکس لرونکو زده کوونکو ته د کرفیو پر مهال ښوونځیو ته د تګ او له هغه ځایه کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
عثمان وزیر وویل، که د استادانو د پېژندنې ستونزه وي، د سرکاري او شخصي سکولونو استادانو ته دې ځانګړي کارډونه ورکړل شي چې په امنیتي پوستو کې یې په ښودلو ښوونځیو ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، په کوز سویلي وزیرستان کې د امنیتي حالاتو له امله کاروبار، روزګار او د خلکو نورې ورځنۍ چارې له وړاندې اغېزمنې شوې دي او زده کړې باید نورې له دې حالته زیانمنې نه شي.
عثمان وزیر وویل: «د کوز سویلي وزیرستان د ماشومانو پر راتلونکي رحم وکړئ او له زده کړو یې مه محروموئ.»
هغه له حکومت او ضلعي انتظامیې وغوښتل چې داسې لاره جوړه کړي چې امنیتي اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي او زده کوونکي او استادان هم وکولی شي پرته له خنډه خپلو ښوونځیو ته ولاړ شي.
نوموړي وویل، چې د ماشومانو زده کړه او راتلونکی د ټولنې لپاره مهم دی او په اوسنیو حالاتو کې د ښوونځیو د زده کړو روان ساتل د حکومت، انتظامیې او ټولنې ګډ مسوولیت دی.


ظفر وزير