بیژینګ : د کورنیو چارو وزارت استازي مولوي عبدالرحیم ثاقب د چین په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه ییزې همکارۍ او د ترهګرۍ، نشي توکو، قاچاق او سازمان یافته جرمونو پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
ثاقب ویلي، افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته د امنیت او ثبات نوي پړاو ته داخل شوی دی او افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د امنیت ساتنې او د ناامنۍ د مخنیوي وړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی دی چې افغانستان به د هېڅ هېواد پر وړاندې د ناامنۍ لپاره ونه کارول شي او له چین او نورو هېوادونو سره د متقابل احترام، نهمداخلې او ګډ امنیت پر بنسټ د اړیکو پراختیا غواړي.
په دغه کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رییس مولوي زین الله عابر هم د افغان پلاوي په ترکیب کې ګډون کړی و.


شال نیوز