کابل : د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د شنبې، د سپتمبر ۱۲مې لپاره په ۱۰ ولایتونو کې د سخت باران، برېښنا، تندر او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
ریاست ویلي دي، چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د سختو ورښتونو او سېلابونو امکان شته.
د هوا پېژندنې د وړاندوینې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ ملي متره اټکل شوې ده.
دغه راز د هېواد په شمالي، لوېدیځو، سویلي، سوېل ختیځو، مرکزي او ختیځو سیمو کې د تېزو بادونو او دوړو امکان هم ښودل شوی دی. ریاست وايي، د بادونو چټکتیا ښيي په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.


شال نیوز