کابل : د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې د نفتو د تصفیې او پروسس لپاره د یو ګډ سهامي شرکت د جوړولو پر طرحه خبرې شوې او پرېکړه شوې چې په لومړي پړاو کې به د نفتو د تصفیې او پروسس معیاري فابریکه جوړه شي.

 

د سوداګرۍ خونې په وینا، د سپتمبر په ۱۲مه، د دواړو خونو د ګډې کمېټۍ په دویمه کاري ناسته کې د سوداګرۍ خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د صنایعو او کانونو خونې رییس احمد نبي زاده د یاد شرکت پر جوړولو بحث کړی دی. ټاکل شوې چې دغه فابریکه هره ورځ شاوخوا ۵ زره مټریک ټنه نفت تصفیه او پروسس کړي.

 

دواړو خونو د تېر زمري میاشتې په ۲۷مه د یو ګډ سهامي او ونډه‌ وال شرکت پر جوړولو هوکړه کړې وه، چې له مخې به یې د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې په یوه منظم او قانوني چوکاټ کې راټولې او د لویو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره وکارول شي.