لکي مروت : د لکي مروت پولیس وايي، چې ،د سپتمبر په ۱۱مه، په دوو جلا پېښو کې د پولیسو درې مطلوب کسان او دوه نور کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي، د پېزو تاڼې پولیسو د شیخ بدین په غرنیزه سیمه کې د پټو معلوماتو پر بنسټ عملیات کول چې وسله والو پرې ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، په ځوابي ډزو کې طاهر شاه او د هغه ملګری عابد د زرولي زوې ووژل شول.
پولیس وايي، طاهر شاه د وژنې، د وژنې د هڅې، غلا، وسلو او نشي توکو په ګډون په ۱۱ مقدمو کې مطلوب و. پولیس هغه د یو داسې ګروپ مشر بولي چې په غرنیو سیمو کې یې مسافر او موټر چلوونکي لوټل.
پولیس وايي، له وژل شویو کسانو څخه یې وسلې هم ترلاسه کړې او په سیمه کې یې پلټنې روانې ساتلې دي.
په یوه بله پېښه کي د مشه منصور سره نږدې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، په وژل شویو کې د چوارخېلو اوسېدونکی افتاب او د هغه ملګری بلاول شوکت الله زوې شامل دي چې دواړه پولیسو ته مطلوب وو.
د پولیسو په وینا، په ډزو کې د مشه منصور یو لاروی، افتخار علي، هم وژل شوی دی. پولیس وايي، له پېښې وروسته یې له سیمې شواهد راټول کړي او پلټنې روانې دي.


غلام اکبر مروت