کرمه : د منځنۍ کرمې په خواییداد خېلو سیمه کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی دی چې په ترڅ کې یې درې سرتېري وژل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، وسله والو د ټل سکاوټس د ۱۵۶م ونګ پر سرتېرو ډزې کړې دي. په وژل شویو کې نایب صوبیدار ابرار، سپاهي راشد او سپاهي اسد شامل دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او د امنیتي ځواکونو له خوا هم د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز