پېښور : د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) خبرداری ورکړی دی چې د سپتمبر له ۱۲مې تر ۱۷مې پورې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د تېزو بادونو، تندر او برېښنا سره د بارانونو امکان شته.

 

د ادارې په وینا، د سپتمبر له ۱۴مې تر ۱۷مې پورې په لوړو سیمو کې د درنو بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو وېره ده. پي ډي اېم اې ویلي دي چې په چترال، دیر، سوات، شانګله، کوهستان، بټګرام، مانسهرې او ایبټ اباد کې د ځمکښوېدنې احتمال هم شته.

 

د ادارې په وینا، د پېښور، مردان او صوابۍ په ټیټو سیمو کې د ښاري سېلابونو خطر هم موجود دی. پي ډي اېم اې د هوا د وضعیت له امله ټولو ضلعي ادارو ته د مخکېنیو حفاظتي اقداماتو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې سیندونه، ویالې او د باراني اوبو لارې دې په دوامداره توګه وڅارل شي.

 

ادارې له اړوندو ادارو غوښتي دي چې د اوبو د ایستلو نظام فعال وساتي او د احتمالي بېړنیو حالاتو لپاره دې د ژغورنې کارکوونکو او اړینو وسایلو موجودیت یقیني کړي. پي ډي اېم اې له سیلانیانو هم غوښتي چې د بارانونو پر مهال له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي او له اضافي احتیاط څخه کار واخلي.

 

د ادارې په وینا، خلک باید د تندر او برېښنا پر مهال خوندي ځایونو ته ولاړ شي، د برېښنا له تارونو او نورو خطرناکو شیانو څخه لرې پاتې شي او د سېلابي اوبو له ننوتلو یا ترې د تېرېدو ډډه وکړي.

 

د پي ډي اېم اې ویاند ویلي چې د صوبې د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز ۲۴ ساعته فعال دی او د وضعیت څارنه کوي. د ادارې په وینا، خلک کولی شي د هر ډول بېړني حالت پر مهال د پي ډي اېم اې له ۱۷۰۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي.