بنو : د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیو د یوې نوې پېښې تصدیق شوی دی، چې له دې سره په روان ۲۰۲۶م کال کې په دغه صوبه کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر درې ته رسېدلی دی.
د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ په اسلام اباد کې سیمه ییزې ریفرنس لابراتوار ،د سپتمبر په ۱۱مه، د بنو د میریان تحصیل په نورر یونین کونسل کې د یو اته میاشتني ماشوم د پولیو پر ویروس د اخته کېدو تصدیق کړی دی.
د چارواکو په وینا، دا په روان کال کې له خیبر پښتونخوا څخه د پولیو درېیمه ثبت شوې پېښه ده. تر دې مخکې په بنو او شمالي وزیرستان کې د پولیو یوه، یوه پېښه راپور شوې وه.
د رسمي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶م کال کې تر اوسه په ټول پاکستان کې د پولیو څلور پېښې ثبت شوې دي، چې درې یې له خیبر پښتونخوا او یوه له سند صوبې څخه ده.


خالده نیاز