واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د ځوانانو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټېکنالوژۍ په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام شوی دی. دا پروګرام ،د سپتمبر په ۱۰مه او ۱۱مه، د کوز سویلي وزیرستان د یوت افیئرز دفتر له خوا د موسی نیکه پبلک های سکول واڼا کې شوی، چې د سیمې ځوانانو پکې ګډون کړی دی.

 

چارواکي وايي، چې د روزنې موخه دا وه چې ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا له بنسټیزو اصولو، عملي استعمال او نویو ډیجیټلي وسایلو سره بلد شي او په زده‌ کړو او کار کې ترې د ګټې اخیستو لارې زده کړي.

 

د روزنې پر مهال ګډونوالو ته په ورځني ژوند او زده‌ کړو کې د مصنوعي ځیرکتیا د استعمال، انلاین زده‌ کړو، ډیجیټلي وسایلو او نوې ټېکنالوژۍ په اړه معلومات ورکړل شول. هغوي ته د عملي فعالیتونو له لارې د ټېکنالوژۍ د خوندي او مسوولانه استعمال په اړه هم روزنه ورکړل شوه.

 

ویناوالو وویل، چې مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټېکنالوژي اوس د زده‌ کړو، روزګار، کاروبار او څېړنې مهمه برخه ګرځېدلې ده او ځوانان باید د دې وسایلو د سم استعمال مهارتونه زده کړي.

 

دوي وویل، چې د کوز سویلي وزیرستان ځوانان د ډیجیټلي مهارتونو په زده‌ کړې سره په فریلانسنګ، انلاین کار، کاروبار او نورو برخو کې د روزګار نوي فرصتونه پیدا کولی شي.

 

د کوز سویلي وزیرستان د یوت افیئرز دفتر وايي، چې دا روزنه د خیبر پښتونخوا د ۲۰۲۶م کال د ځوانانو د پالیسۍ له موخو سره هم برابره ده.