اورکزي : د اورکزو ضلعي انتظامیه وايي، چې سږ کال په ضلعه کې د ۵۱ اربه روپیو پرمختیايي منصوبې منظورې شوې دي، چې د ماموزو د اووه اربه روپیو ډیم هم پکې شامل دی.
دا خبره ،د سپتمبر په ۱۱مه، د اورکزو په هیډکوارټر جرګه هال کې د ضلعي انتظامیې له خوا په جوړه شوې پرانیستې کچهري کې شوې ده. په غونډه کې د صوبايي اسمبلۍ غړي اورنګزېب خان، د کوهاټ کمشنر معتصم بالله شاه، ډپټي کمشنر یوسف علي مومند، د بېلابېلو ادارو چارواکو، قامي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
په کچهري کې خلکو د سړکونو، روغتیا، تعلیم، څښاک اوبو او سروې چکونو په ګډون خپلې بېلابېلې ستونزې چارواکو ته وړاندې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د صوبايي اسمبلۍ غړي اورنګزېب خان او د کوهاټ کمشنر معتصم بالله شاه وویل، چې د اورکزو لپاره سږ کال د ۵۱ اربه روپیو پرمختیايي منصوبې منظورې شوې دي. د دوي په وینا، په دغو منصوبو کې د ماموزو د اووه اربه روپیو ډیم هم شامل دی.
کمشنر معتصم بالله شاه وویل، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به شته وسایل وکارول شي. هغه زیاته کړه چې په کوهاټ ډویژن کې ۲۰۷ ډاکټران او تر ۳۰۰ زیات نرسان ګومارل شوي، چې ورسره به په روغتیايي مرکزونو کې د کارکوونکو د کمښت ستونزه تر یوه حده کمه شي.
قامي مشر ملک جمروز وویل، چې دا ډول پرانیستې کچهري د خلکو د ستونزو په رسولو او حل کې مرسته کوي. ملک سیفور شاه هم له انتظامیې وغوښتل چې دا لړۍ په راتلونکي کې جاري وساتي.


شال نیوز