هرات : د «افغانستان انصار جبهې» په نوم یوې وسله‌ والې ډلې ویلي دي، چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو پر ضد خپل نظامي فعالیتونه پېل کړي دي؛ خو د دې ډلې دا اعلان تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

 

دې جبهې ،د سپتمبر په ۱۱مه، په یوه تازه اعلامیه کې ویلي دي چې د طالبانو پر ضد یې خپله مبارزه پراخه کړې او په هرات کې به نظامي فعالیتونه کوي.

 

انصار جبهې د طالبانو پر سیاسي، نظامي، استخباراتي او تبلیغاتي تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې د خپلو مخالفانو د کمزوري کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.

 

د جبهې په وینا، طالبان د استخباراتي فعالیتونو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم د عامه افکارو د اغېزمنولو هڅې کوي.

 

دې ډلې ویلي دي چې د طالبانو پر ضد به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. جبهې هغو کسانو ته هم خبرداری ورکړی دی چې له طالبانو سره همکاري کوي او ویلي یې دي چې د دوي د عملیاتو هدف ګرځېدلی شي.

 

انصار جبهې تر اوسه د خپل مشر، د تشکیلاتو، د وسله‌ والو د شمېر او په هرات کې د خپلو عملیاتو د قوماندان په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

 

تر دې دمه په هرات کې د دې جبهې د کوم مشخص برید یا نظامي عملیاتو خپلواک تایید هم نه دی شوی او طالبانو هم د دې ډلې د تازه اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

هرات کې تر دې وړاندې د طالبانو پر ضد نورو وسله‌ والو جبهو هم د بریدونو مسوولیت اخیستی دی. د افغانستان د ازادۍ جبهې او ملي مقاومت جبهې په بېلابېلو وختونو کې په دغه ولایت کې د طالبانو پر کسانو د بریدونو دعوې کړې دي.