اسلام‌ اباد : د اروپايي فلمونو د مېلې پنځمه دوره د سپتمبر پر ۱۲مه په اسلام‌ اباد کې پېلېږي او دوه ورځې به روانه وي. د اروپايي ټولنې د پاکستان دفتر وايي، د سپتمبر پر ۱۲مه او ۱۳مه به د پاکستان نېشنل کونسل اف دې ارټس په تالارونو کې د اروپايي هېوادونو اوږده، لنډ او مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي. د دې ترڅنګ به د پاکستاني فلم جوړوونکو یو شمېر لنډ فلمونه هم وښودل شي.

 

په دې دوه ورځني پروګرام کې به د فلمونو ترڅنګ ژوندۍ موسیقي، ټوکې ټکالې، فی‌ البدیه ډرامه، د ماشومانو لپاره کیسې او موسیقي او نور هنري پروګرامونه هم وي. د فلم جوړوونکو لپاره به یوه ځانګړې غونډه هم کېږي، چې پکې به د فلم جوړولو، کیسه لیکلو او سینما اړوند تجربو په اړه خبرې کېږي.

 

تنظیموونکي وايي، په دې مېله کې ګډون وړیا دی او د ځوانانو، کورنیو، فلم جوړوونکو او د سینما د مینه‌ والو لپاره بېلابېل پروګرامونه برابر شوي دي. د سږني پروګرام یوه برخه د پاکستان د سیمه‌ ییزو ژبو فلمونو او کیسو ته هم ځانګړې شوې ده، چې پکې پښتو، بلوڅي، پنجابي، سندهي او نورو ژبو ته ځای ورکړل شوی دی.

 

د اروپايي فلمونو دا مېله په پاکستان کې په ۲۰۲۱م کال کې پېل شوې وه او له هغه راهیسې یې په اسلام‌ اباد، پېښور، کوټه، لاهور، کراچۍ، ګلګت، فیصل‌اباد، ملتان او یو شمېر نورو ښارونو کې هم پروګرامونه کړي دي.

 

تنظیموونکي وايي، د دې مېلې موخه دا ده چې د فلم او هنر له لارې د پاکستان او اروپايي هېوادونو د خلکو ترمنځ کلتوري اړیکې پیاوړې او د یو بل د ټولنو او کلتورونو په اړه د پوهېدو زمینه برابره شي. د اسلام‌ اباد له پروګرام وروسته به دا مېله سیالکوټ ته ځي او له هغه وروسته به یې پروګرامونه په جامشورو او حیدراباد کې هم کېږي.

 

د سږني کال د اروپايي فلمونو د مېلې پروګرامونه به د سپتمبر تر ۳۰مې پورې دوام وکړي.