د اورکزو د زوان کلي رابعه بصري د نجونو د سکول نشتون سره سره خپلې زده کړې نه دي پرېښې. هغه هره ورځ شاوخوا ۵ کیلومتره پيدل مزل کوي، څو خپل سکول ته ورسېږي او تعلیم ته دوام ورکړي. رابعه له حکومت څخه د قبایلي سیمو د نجونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو غوښتنه کوي او له وزیراعلیٰ سره د لیدنې هیله لري. تفصيل د عامر اورکزۍ په راپور کې.