کابل : طالبانو ته نږدې رسنیو خبر ورکړی دی چې د طالبانو عدلیې وزارت د کابل په لوېدیځ کې د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان د مشر ،محمد محقق، کور ضبط کړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه کور د کابل په سرکاریز سیمه کې دی او د هزاره او اهل تشیع مشرانو د ولسي اړیکو دفتر هم پکې فعالیت کاوه. سرچینې وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت ،د سپتمبر په ۱۰مه، د دغه دفتر سامان او وسایل هم ضبط کړي او د انتقال لپاره یې څو موټر سیمې ته ورغوښتي وو.
طالبانو ته نږدې رسنۍ وايي، چې د محمد محقق د کور ضبطول د هغو ځمکو او ملکیتونو د بېرته اخیستو د لړۍ برخه ده چې طالبان یې دولتي ملکیتونه بولي. خو تر اوسه د دغه کور د ملکیت قانوني اسناد او دا جزییات نه دي خپاره شوي چې عدلیې وزارت پر کوم قانوني بنسټ دا کور دولتي ملکیت بللی دی.
تر دې مخکې طالبانو د همدې ودانۍ د دفتر مسوول صوفي ګردیزي، سید حسن شریفي بلخابي، محمد حسین سنګردوست او یو شمېر نور کسان نیولي وو. سرچینې وايي، چې د دفتر وسایل هم وروسته له ودانۍ انتقال شوي دي.
په همدې سیمه کې د راه فردا ټلوېزیون دفتر هم تړل شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو چارواکي د ودانۍ د تړلو دلیل دا ښودلی و چې ودانۍ د محمد محقق ملکیت ده.
محمد محقق تر دې مخکې ویلي وو چې طالبانو په کابل او مزارشریف کې د هغه ملکیتونه نیولي دي. د کور د ضبطولو د دې تازه خبر په اړه تر اوسه د محقق نوی جلا غبرګون نه دی خپور شوی.


شال نیوز