نوښار : د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین ویلي دي، چې د نوو صوبو د جوړولو په نوم د خیبر پښتونخوا وېشل د پښتنو او د ایین د اتلسم بدلون پر ضد سازش دی.
هغه ،د سپتمبر په ۱۰مه، په نوښار کې د باچا خان ټرسټ ایجوکېشن فاونډېشن یوې غونډې ته وویل، چې عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا د وېش مخالفت کوي او ،د ده په وینا، په پاکستان کې د نوو صوبو د جوړولو خبره کوونکي له زمکني حقیقتونو لرې دي.
میا افتخار حسین وویل، چې دا خبره د پوهېدو نه ده چې هغه کسان چې د خیبر پښتونخوا د وېش قراردادونه منظوروي، بیا د سند د یووالي د ساتنې دعوه هم کوي. نوموړي تحریک انصاف په دې اړه په دوه مخي سیاست تورن کړ.
هغه وویل، چې د هېواد د صوبايي جوړښت په څېر مهمې خبرې باید په پارلېمان کې وشي، نه دا چې په سیمینارونو کې د نقشو او منصوبو په بڼه وړاندې شي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر وویل، چې د صوبو د حقونو او د مرکز او صوبو ترمنځ د واک د وېش لپاره د ایین اتلسم بدلون کافي چوکاټ لري او که حکومت د هېواد د مسئلو د حل په اړه جدي وي، نو باید پر دغه بدلون بشپړ عمل وکړي.
میا افتخار حسین د جماعت اسلامي د احتجاجونو او لانګ مارچ ملاتړ هم اعلان کړ او ویې ویل، چې د هغه ګوند په دې اړه له جماعت اسلامي سره په بېلابېلو کچو اړیکې لري. هغه دا هم وویل چې پښتنو د پاکستان په جوړېدو کې مهم رول لوبولی، خو اوس ،د ده په وینا، داسې تګلارې روانې دي چې پښتانه نور هم ووېشل شي.
میا افتخار حسین د باچا خان د تعلیمي مبارزې یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې باچا خان د پښتنو د تعلیم لپاره ۱۳۰ ازاد ښوونځي جوړ کړي وو او د باچا خان ټرسټ ایجوکېشن فاونډېشن هم هڅه کوي چې پښتنو هلکانو او نجونو ته د لوړو زده کړو لارې برابرې کړي.
په غونډه کې د مېټرک په وروستیو امتحانونو کې د غوره نمرو اخیستونکو زده کوونکو ته د باچا خان ایوارډونه هم ورکړل شول.


ندیم مشواني