پېښور : د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو، سي ټي ډي، ویلي دي، چې د پېښور د ارمړو تاڼې په حدودو کې یې په یو عملیاتو کې د داعش د یوه مهم کمانډر عمران، چې عبدالله، بلال او ابوبکر په نومونو هم پېژندل کېده، په ګډون پنځه وسله وال وژلي دي.

 

سي ټي ډي وايي، عملیات ،د سپتمبر د ۱۰مې او ۱۱مې، ترمنځ د شپې د شمشو کمپ ته نږدې، د کابل انګلېش لېنګوېج سنټر ترڅنګ په یوه ودانۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، دوي ته معلومات رسېدلي وو چې له داعش سره تړلي وسله وال په دغه ځای کې موجود دي او پر حساسو ادارو، امام بارګاوو، کلیساوو او نورو مهمو ځایونو د بریدونو پلانونه جوړوي.

 

سي ټي ډي وايي، چې له معلوماتو وروسته د دوي ځانګړو ډلو ودانۍ محاصره کړه او د ننوتلو او وتلو لارې یې وتړلې. د عملیاتو پر مهال د دواړو خواوو ترمنځ ډزې وشوې او پنځه وسله وال ووژل شول. پولیس وايي، په عملیاتو کې ډرون هم کارول شوی دی.

 

د سي ټي ډي په وینا، په وژل شویو کې عمران د دلاور خان زوې هم شامل دی، چې د عبدالله، بلال او ابوبکر په نومونو هم پېژندل کېده او د داعش یو مهم کمانډر بلل کېده. د پاکستان حکومت د هغه د نیولو لپاره یو کروړ او شل لکه روپۍ انعام ټاکلی و.

 

سي ټي ډي وايي، چې عمران په پېښور او نورو ضلعو کې د بمي چاودنو، هدفي وژنو او نورو وسله والو بریدونو په شاوخوا شلو مقدمو کې مطلوب و. پولیسو دا دعوه هم کړې ده چې نوموړی د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ضد د چاودېدونکو توکو، موټر بمونو او ځانمرګو بریدونو د پلانونو په جوړولو کې لاس درلود.

 

د سي ټي ډي په وینا، عمران د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې د ترلۍ امام بارګاه د ځانمرګي برید د پلان جوړولو یو مهم کس و. پولیس وايي، چې د مولانا خانزېب، سېنېټر هدایت الله او ریحانزېب په وژنو او همدارنګه په ۲۰۲۳م کال کې د باجوړ د جمعیت علمای اسلام ف د کارکوونکو پر غونډه د ځانمرګي برید په تړاو هم د هغه پر ضد شواهد موجود وو.

 

د وژل شویو کسانو له ډلې د یو بل تن پېژندنه شاهدالله د معراج زوې، د بر مومندو د شیخ بابا چرته سیمې اوسېدونکی، ښودل شوې ده. سي ټي ډي وايي، چې شاهدالله د ترلۍ امام بارګاه پر ځانمرګي برید مخکې د ځای د څار او د هدف د معلومولو په چارو کې لاس درلود.

 

د نورو دریو وژل شویو کسانو د پېژندنې بهیر روان دی. سي ټي ډي ویلي، د وسله والو ډلو پر ضد عملیات به دوام ولري.