کابل : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان د خپل ماشومتوب د کرکټ ورځې یادې کړې او ویلي یې دي چې هغه مهال یې د کرکټ مناسب وسایل نه لرل او ډېر وخت به یې د بېټ پر ځای د لرګي ټوټه کاروله.
راشد خان په یوه تازه مرکه کي ویلي، د ماشومتوب پر مهال به یې له خپلو وروڼو او ملګرو سره کرکټ کاوه، خو د ټولو لپاره د کرکټ د بېټ اخیستل اسانه نه وو.
هغه ویلي: «د لرګي یوه ټوټه به مو راواخیسته او په هماغه به مو بېټنګ کاوه.»
د راشد په وینا، د کرکټ د لوبې ډېر لومړني مهارتونه یې هم د خپلو وروڼو په لیدلو او له هغوی سره په لوبو کي زده کړي وو. هغه ویلي، په پیل کي به یې زیاتره فیلډنګ کاوه، خو وروسته یې د بېټنګ او بالینګ موقع هم پیدا کړه.
راشد خان وایي، د هغه وروڼه هم کرکټ کاوه او لېګ سپین بالینګ یې له همدې چاپېریاله زده کړ. دی وایي، د ماشومتوب ساده لوبو او محدودو اسانتیاوو د کرکټ له لوبې سره د هغه مینه نوره هم زیاته کړه.
راشد خان اوس د افغانستان د کرکټ له تر ټولو پېژندل شوو نړیوالو لوبغاړو څخه دی او د نړۍ په بېلابېلو شل اوریزو سیالیو او لیګونو کي لوبېدلی دی.
هغه د افغانستان د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي او د خپل لېګ سپین بالینګ له کبله په نړیوال کرکټ کي ځانګړی نوم لري.


شال نیوز