نوي ډیلي : د هند د کرکټ لوبډلې آل راونډر شیوم دوبې ویلي، د افغانستان پر ضد راتلونکی درې شل اوریز سیریز به د دوی د لوبډلې لپاره لویه ازموینه وي.

 

دوبې د سپټمبر پر لسمه ویلي، هند دې سیریز ته یوازې د اسیایي لوبو د تیاري په سترګه نه ګوري، بلکې غواړي د افغانستان پر ضد په درې واړو لوبو کې ښه کرکټ وکړي او سیریز وګټي.

 

افغانستان د دې سیریز رسمي کوربه دی، خو درې واړه لوبې به د نوي ډیلي په ارون جیټلي کرکټ لوبغالي کې کېږي. لومړۍ شل اوریزه لوبه د سپټمبر پر ۱۳مه، دویمه د سپټمبر پر ۱۵مه او درېیمه او وروستۍ لوبه د سپټمبر پر ۱۷مه کېږي.

 

د افغانستان لوبډلې مشري ابراهیم ځدراڼ کوي، په داسې حال کې چې راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن او نوین الحق هم په لوبډله کې شامل دي.

 

د هند لوبډلې مشري شریاس ایر کوي او شیوم دوبې، جسپریت بومرا، سنجو سمسن، اکشر پټېل او ارشدیپ سنګ د هند د لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دي.

 

دا به له ۲۰۲۴ کال وروسته لومړی ځل وي چې افغانستان او هند په دوه اړخیز درې شل اوریز سیریز کې یو د بل پر وړاندې لوبېږي.