سوات : د بر سوات په مدین کې پر یوې نهه یا لس کلنې ماشومې د جنسي تېري او وروسته د هغې د وژنې پر ضد سلګونه خلک سړکونو ته راوتلي او د نیول شوي مشکوک کس لپاره یې د قانون له مخې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.
د مدین پولیس وايي، چې ،د سپتمبر پر ۹مه، د مدین تاڼې په حدودو کې د حشمل په نوم د یوې ماشومې مړی د مدین روغتون ته راوړل شوی و. ماشومه د کوز کلي اوسېدونکې او د جمال الدین لور وه.
د پولیسو په وینا، د پلټنو پر مهال سلطان محمد د شیر زمان زوې نیول شوی او د وژنې وسله هم ترې ترلاسه شوې ده. پولیس وايي، لومړنیو پلټنو ښودلې چې نیول شوي کس لومړی پر ماشومې جنسي تېری کړی او وروسته یې په تومانچه ډزې پرې کړې او وژلې یې ده.
پولیس زیاتوي چې د مړي تر معاینې وروسته په طبي راپور کې هم د جنسي تېري پخلی شوی دی. د وژل شوې ماشومې تره عمر ګلاب ویلي دي، چې ماشومه یتیمه وه، پلار یې مړ شوی و، په دویم ټولګي کې یې زده کړې کولې او د پېښې په ورځ هم ښوونځي ته د ازموینې لپاره تللې وه.
د پېښې پر ضد د مدین ګڼ شمېر اوسېدونکي سړکونو ته راووتل. احتجاج کوونکو وویل، چې پر یوې ماشومې جنسي تېری او بیا د هغې وژل ډېر دروند جرم دی او عامل ته یې باید د قانون له مخې سخته سزا ورکړل شي.
احتجاج کوونکو له حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې د مقدمې کارروایي چټکه کړي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.


عصمت علي اخون