کابل : د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، چې د افغانستان د مخکېني جمهوري دولت پر وړاندې د جګړې پر مهال «ذبیح‌ الله مجاهد» یوازې د یو کس نوم نه و، بلکې د طالبانو یوې رسنیزې شبکې هم په دغه نوم فعالیت کاوه.

 

مجاهد ،د سپتمبر په ۱۰مه، ویلي دي، چې په هغه وخت کې د طالبانو ویاندویان د افغان امنیتي ځواکونو له‌ خوا تر تعقیب لاندې وو او د نیول کېدو د مخنیوي لپاره به څو کسانو د «ذبیح‌ الله مجاهد» نوم کاراوه. د هغه په وینا، قاري یوسف احمدي هم په ځینو مواردو کې د «ذبیح‌ الله مجاهد» په نوم له رسنیو سره اړیکې نیولې.

 

مجاهد وايي، چې د دې کار موخه دا وه چې د طالبانو د رسنیزو چارو د کسانو هویت او ځای پټ پاتې شي او که یو کس ونیول شي، له رسنیو سره د طالبانو اړیکې پرې نه شي.

 

ذبیح‌ الله مجاهد څو ورځې مخکې ویلي وو چې اصلي نوم یې طاهرشاه صدیقي دی. نوموړي ویلي دي، چې د خپل اصلي هویت موضوع یې د مخکېني دولت له‌ خوا تر نیول کېدو وروسته د پوښتنو پر مهال هم یاده کړې وه.

 

ذبیح‌ الله مجاهد د طالبانو د جګړې پر مهال د دې ډلې له تر ټولو پېژندل شویو ویاندویانو څخه و. هغه کلونه له یو ناڅرګند ځایه د ټېلیفون، برېښنالیک او ټولنیزو رسنیو له لارې له خبریالانو سره اړیکې ساتلې.

 

مجاهد په ۲۰۲۱م کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په ښکاره د کامرو مخې ته راڅرګند شو او له هغه وروسته د طالبانو د حکومت د ویاند په توګه فعالیت کوي.