کابل : د بنګله دېش د علماوو او پانګه والو یو پلاوي په کابل کې د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر ،مولوي عبدالکبیر، سره د افغانستان او بنګله دېش د اړیکو، سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د سپتمبر پر لسمه ویلي دي، چې بنګله دېشي پلاوي په دې لیدنه کې وویل چې د کابل او ډاکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او دواړه لوري باید د پلاوو تګ راتګ او خپلمنځي اړیکې زیاتې کړي.
د وزارت د بیان له مخې، د بنګله دېش پانګه والو ویلي دي چې په افغانستان کې د امنیت له ښه کېدو سره د صنعت او پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي او بهرني پانګه وال په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
مولوي عبدالکبیر ویلي، له اسلامي هېوادونو سره د نږدې اړیکو پراخول د طالبانو د حکومت د بهرنۍ تګلارې له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.
د طالبانو د وزارت په بیان کې د بنګله دېشي پلاوي د غړو نومونه، د هغوي د شرکتونو یا سوداګریزو ادارو په اړه معلومات او په افغانستان کې د احتمالي پانګونې اندازه نه ده ښودل شوې. همداراز د کومې مشخصې پانګونې یا سوداګریز تړون د لاسلیک کېدو یادونه نه ده شوې.


شال نیوز