کابل : د طالبانو د پنجشېر والي محمد اغا حکیم ویلي دي، چې د دوي تر واک لاندې افغانستان له هېڅ هېواد څخه مالي مرسته نه اخلي او د بل چا فرمایش نه مني؛ خو د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال ،امرالله صالح، دعوه کړې ده چې د سپتمبر پر څلورمه افغانستان ته د بشري مرستو په نوم ۲۰ میلیونه ډالر انتقال شوي دي.

 

محمد اغا حکیم ویلي: «افغانستان دومره خپلواک دی چې د هېڅ هېواد فرمایش نه مني او له هېچا مالي مرسته نه اخلي.» هغه زیاته کړې چې طالبان «د دیني مدرسو په برکت او د الله په نصرت» واک ته رسېدلي، د هېچا فرمایش نه مني او له هېچا پیسې نه اخلي.

 

خو امرالله صالح د سپتمبر پر شپږمه دعوه کړې ده چې د سپتمبر پر څلورمه ۲۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نوم افغانستان ته انتقال شوي او دا ځل پیسې د نړیوال بانکي نظام له لارې لېږدول شوې دي. صالح ویلي دي، که د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره ترې اسناد وغوښتل شي، چمتو دی خپل استازی له اړوندو امریکايي چارواکو سره مخامخ کړي او اسناد ورسره شریک کړي.

 

نوموړي دا دعوه هم کړې ده چې یوازې د جولایۍ په میاشت کې شاوخوا ۱۱۱ میلیارده افغانۍ، چې ،د ده په حساب، نږدې یو نیم میلیارد ډالر کېږي، له پولنډ څخه افغانستان ته انتقال شوې دي.

 

شال نیوز تر اوسه د صالح د دغو شمېرو او د سپتمبر د څلورمې د ۲۰ میلیونه ډالرو د مشخص انتقال خپلواکه تایید نه دی موندلی.

 

د امریکا د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي مفتش پخواني راپورونه ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته میلیاردونه ډالر د بشري مرستو لپاره انتقال شوي وو، خو دغه پیسې په رسمي ډول طالبانو ته نه ورکول کېدې، بلکې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو د خپلو پروګرامونو لپاره کارولې.

 

د امریکا د څار ادارو دا هم ویلي دي چې طالبانو له دغه مرستندویه نظام څخه د مالیو، فیسونو او نورو لارو مالي ګټه ترلاسه کړې ده. خو د امریکا د حکومت د ۲۰۲۶م کال وروستی رسمي راپور وايي، چې واشنګټن د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له څلورمې راهیسې افغانستان ته بشري او پراختیايي مرستې نه دي ورکړي.