کابل : په افغانستان کې د پولیو څلور نوې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د روان ۲۰۲۶م کال د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی. د ،سپتمبر په ۹مه، تازه خپرو شویو معلوماتو له مخې، نوې پېښې په هلمند، فراه، کونړ او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. په راپورونو کې د هلمند لښکرګاه، د کونړ دانګام او د نورستان کامدېش د هغو سیمو په توګه یاد شوي چې تازه پېښې پکې موندل شوې دي.

 

د پولیو د څارنې په تازه معلوماتو کې دا هم ویل شوي دي چې سږ کال په افغانستان کې د چاپېریال له نمونو څخه د پولیو ویروس ۷۶ ځله موندل شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د اګست په وروستیو کې ویلي وو چې د افغانستان سویلي سیمې لا هم د پولیو د خپرېدو له پلوه د جدي اندېښنې وړ دي او په ځینو سیمو کې د ماشومانو د واکسین پوښښ کافي نه دی.

 

په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له اکتوبر راهیسې د پولیو کور په کور واکسین نه ترسره کېږي او پر ځای یې ماشومان ټاکلو ځایونو ته د واکسین لپاره وروستل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه طریقه په ځانګړي ډول په سویلي سیمو کې ټولو ماشومانو ته د واکسین د رسېدو لپاره کافي نه ده.

 

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس لړۍ لا هم پکې نه ده درېدلې. روغتیايي ادارې وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ، د واکسین له پوښښ څخه د ماشومانو پاتې کېدل او په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو پر وړاندې مهم خنډونه دي.

 

په افغانستان کې د پولیو د واکسین راتلونکی کمپاین د سپتمبر پر ۲۱مه پېلېږي.