لنډي کوتل : خیبر پولیس وايي، چې د لنډي کوتل مخور سوداګر ،محمد ظریف شینواری، چې په ،حاجي لنډي، مشهور دی، له تښتول کېدو ۳۴ ورځې وروسته په خوندي توګه راخوشی شوی او د هغه د تښتونې په مقدمه کې تر اوسه ۱۷ کسان نیول شوي دي.
د خیبر د پولیسو مشر وقار احمد ،د سپتمبر پر ۱۰مه، په لنډي کوتل کې د پولیس تاڼې له مشر ،عدنان اپریدي، سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې حاجي لنډی د اګست پر ۷مه له لنډي کوتل څخه تښتول شوی و او پولیسو هغه تېره شپه د تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې راخوشی کړ.
وقار احمد وویل، چې تښتوونکو د حاجي لنډي د خوشي کولو په بدل کې درې لکه امریکايي ډالر غوښتل. د هغه په وینا، د تښتول شوي سوداګر له موبایل څخه د درې لکه ډالرو غوښتنې لپاره شوې اړیکې له پولیسو سره د مقدمه په معلومولو او تښتوونکو ته په رسېدو کې مرسته وکړه.
پولیس وايي،چې د حاجي لنډي د موندلو لپاره یې د تېرو ۳۴ ورځو پر مهال په بېلابېلو سیمو کې چاپې وهلې او د موبایل اړیکو او نورو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ یې پلټنې روانې ساتلې.
د پولیسو په وینا، په دې مقدمه کې تر اوسه ۱۷ کسان نیول شوي دي، خو درې کسان چې پولیس یې د تښتونې اصلي ملزمان بولي، لا هم نه دي نیول شوي او د هغوي د نیولو لپاره په بېلابېلو ځایونو کې چاپې روانې دي.
وقار احمد وویل، چې په دغو عملیاتو کې د پولیسو ترڅنګ فرنټیر کور، خیبر رایفلز، وفاقي تحقیقاتي ادارې، د ترهګرۍ ضد ادارې او نورو دولتي ادارو هم مرسته کړې ده. نوموړي وویل، چې د لنډي کوتل تاڼې مشر عدنان اپریدي د تښتول شوي سوداګر په موندلو کې مهم رول لوبولی او د مقدمې پلټنې لا هم روانې دي.


امان علي شینواری