کرمه : د کرمې ضلعې په منځنۍ برخه کې د ناڅرګند لوري څخه راغلې د مارټر یو ګولۍ د تبې تنګي په سیمه کې لګېدلې چې له امله یې یو کس ژوبل شوی دی.

 

پولیس سرچینې وايي، پېښه ،د سپتمبر په ۹مه، هغه مهال وشوه چې د مارټر ګولۍ په سیمه کې ولګېده. ژوبل شوی کس د علاج لپاره د صدې روغتون ته رسول شوی دی.

 

پولیسو ویلي دي، چې د مارټر ګولۍ د توغول کېدو د ځای او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې ګولۍ له کوم لوري توغول شوې وه.

 

په کرمه کې په وروستیو کې امنیتي پېښې شوې او امنیتي ځواکونه هم د وسله والو پر ضد عملیات کوي.