سرویکۍ : د بر سویلي وزیرستان د سرویکۍ سب ډویژن په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي وضعیت له امله د ۴۸ ساعتونو لپاره کرفیو لګول شوې ده. د ځايي انتظامیې د اعلان له مخې، کرفیو د سپتمبر پر ۹مه د سهار له شپږو بجو پېل شوې او د سپتمبر تر ۱۱مې د سهار تر شپږو بجو به دوام کوي.
د کرفیو پر مهال بازارونه او دوکانونه تړلي دي او پر عام تګ راتګ او ټرافیک بندیز لګېدلی دی. خلکو ته ویل شوي دي چې د کرفیو تر پای پورې له کورونو د غیر ضروري وتلو ډډه وکړي.
انتظامیې ویلي دي، چې دغه ګام د سیمې د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره اخیستل شوی دی. د کرفیو له امله د سرویکۍ په اړوندو سیمو کې د خلکو ورځنی ژوند، سوداګریز فعالیتونه او پر سړکونو تګ راتګ اغېزمن شوی دی.
تر اوسه انتظامیې دا نه دي ویلي چې د کرفیو پر مهال به کومې ځانګړې امنیتي کارروایۍ کېږي او که نه، خو له خلکو یې غوښتي دي چې د امنیتي ادارو له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
په بر سویلي وزیرستان کې په وروستیو ورځو کې په یو شمېر سیمو کې د ناامنۍ او امنیتي پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي، خو د سرویکۍ د دې کرفیو په اړه چارواکو تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره کړي.


ظفر وزير