بنو : د بنو پولیس وايي، چې د نشي موادو د خرڅوونکو او په مقدمو کې د مطلوبو کسانو پر ضد د عملیاتو پر مهال یې د نشي موادو د یو خرڅوونکي په ګډون پنځه مشکوک کسان نیولي دي.
د پولیسو په وینا، دا عملیات ،د سپتمبر په ۹مه، د بنو د پولیسو مشر ،محمد فرقان بلال، په لارښوونه او د رورل دویمې څانګې د پولیس افسر ،عصمت الله خان، تر څارنې لاندې شوي دي.
پولیس وايي، چې د میراخېل تاڼې مشر بلال خان او د غوري والا تاڼې مشر عرفان مروت له خپلو پولیس ډلو سره په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي دي چې پر مهال یې پنځه کسان نیول شوي دي. د پولیسو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۱۰۲ ګرامه ایس او دوه تومانچې ترلاسه شوې دي.
پولیس وايي، چې د نیول شویو کسانو پر ضد یې قانوني کارروایي پېل کړې ده. د پولیسو له بیان څخه دا نه ده څرګنده چې دغه کسان په کومو مشخصو مقدمو کې مطلوب وو او نه هم د هغوي نومونه خپاره شوي دي.


شال نیوز