مکین : د بر سویلي وزیرستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د درنو وسلو ډزې روانې دي، چې له امله یې خلک اندېښمن دي او د سیمې عادي ژوند اغېزمن شوی دی.
ځايي خلکو ،د سپتمبر په ۹مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې په کړمه، یژې کچکۍ، ډېړ جټرۍ، لالي ژې او شاوخوا سیمو کې وخت په وخت د توپونو او مارټر ګولیو غږونه اورېدل کېږي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د اسمان منزه بریګېډ او شاوخوا پوځي پوستو له لوري د توپونو او مارټرونو د استعمال خبرونه شته. ځايي سرچینې په ځینو سیمو کې د ډرونونو د فعالیت خبره هم کوي، خو شال نیوز په خپلواکه توګه دا معلومات نه دي تایید کړي.
تر اوسه پوځ یا نورو اړوندو چارواکو د دغو ډزو د هدف، د عملیاتو د نوعیت او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
بل لور ته، د شکتوۍ اوسېدونکي وايي، چې له تېرې شپې راهیسې په سیمه کې د موبایل ټیلیفون شبکې بندې دي. د دوي په وینا، د مخابراتي اړیکو د نشتوالي له امله خلک له خپلو خپلوانو سره په تماس کې ستونزې لري او د بېړني حالت پر مهال د مرستې غوښتل هم ګران شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، چې د شکتوۍ شاوخوا سیمو کې هم د مارټر او توپونو د ګولیو د ویشتلو غږونه اورېدل شوي دي. د سیمې خلکو د اېف سي ساؤت او پوځي چارواکو غوښتي دي چې د هر ډول عملیاتو پر مهال دې د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب یقیني کړي او د استوګنې سیمې دې له زیان څخه وساتي.
هغوي همداراز غوښتنه کړې ده چې په شکتوۍ او نورو اغېزمنو سیمو کې دې د موبایل ټیلیفون شبکې بېرته فعالې شي، څو خلک د بېړني حالت پر مهال له خپلو کورنیو او اړوندو ادارو سره اړیکه نیولی شي.


ظفر وزير