باړه : د خیبر پښتونخوا پولیسو د وسله والو د ډرون بریدونو پر ضد په باړه او یو شمېر نورو حساسو سیمو کي د پولیس مرکزونو پر سر او مخې ته ځانګړي محافظتي جالونه لګول پیل کړي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس ،د سپتمبر د ۹مې، د راپور له مخې، دغه سپین او کلک جالونه د ودانیو او محافظتي دېوالونو ترمنځ څو متره لوړ ځړول شوي، څو برید کوونکی ډرون پکي راګیر شي او یا له ډرون څخه غورځېدونکې مرمۍ او لاسي بمونه ودانۍ ته تر رسېدو وړاندې ونیسي.
د ضلع خېبر پولیس افسر وقار احمد ویلي، تجارتي ډرونونه په بازارونو کي په اسانه ترلاسه کېږي او په لږ بدلون سره پرې د مرمیو او بمونو غورځولو وسایل لګېدای شي. هغه ویلي، پولیسو د خپلو اهلکارو د خوندي کولو او د هوا له لارې د کېدونکو بریدونو د خطر د کمولو لپاره د دغو جالونو لګول پیل کړي دي.
د پولیسو په وینا، دغه جالونه له عادي تار څخه نه، بلکې له ډېر کلک او مضبوط تار څخه جوړ شوي دي. که ډرون په جال کي راګیر نه هم شي، جال د هغه له خوا غورځېدونکې مرمۍ یا لاسي بم د ودانۍ له چت او انګړ څخه پورته درولای شي او د چاودنې زیان کمولای شي.
ورته جالونه د اوکراین په جګړه کي هم د ډرون بریدونو پر ضد استعمالېږي. په ځینو اوکرایني سیمو کي پر سړکونو او پوځي ځایونو دومره پراخ جالونه غځول شوي چې د موټرو لپاره یې د جالونو په شان اوږده خوندي لارې جوړې کړې دي.
فرانس پریس وايي، په خېبر پښتونخوا کي دغه جالونه د کانکریټي خنډونو او نورو امنیتي اقداماتو ترڅنګ د پولیسو د دفاع یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. د راپور له مخې، وسله والو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په خېبر پښتونخوا کي د بریدونو او څارنې لپاره د ارزانه تجارتي ډرونونو استعمال زیات کړی دی.
په پېښور کي یوه لوړپوړي پولیس افسر فرانس پریس ته ویلي، لا هم شاوخوا ۳۰ فیصده پولیس تاڼې خپل ډرونونه نه لري، خو پولیس د ډرون ضد روزنې، جالونو او نورو وسایلو په برخه کي خپل امکانات زیاتوي. ځايي خلک بیا وايي، یوازې د پولیس مرکزونو دفاع کافي نه ده او حکومت باید په سیمه کي د ډرون او نورو وسله والو بریدونو اصلي خطر هم ختم کړي.


شال نیوز