بنو : د بنو د پولیس امن کمېټۍ مشر حضرت عمر ویلي، پولیس، امن کمېټي او د انتظامیې چارواکي په ضلعه کې د امن د ټینګښت لپاره پر یوه دریځ ولاړ او په ګډه کار کوي.
حضرت عمر ،د سپتمبر په ۹مه، د پولیسو دربار ته په وینا کې وویل، د خلکو د خونديتوب او د امن خرابوونکو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو لپاره د پولیسو، امن کمېټۍ او چارواکو ترمنځ همکاري ضروري ده.
د هغه دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې په بنو کې د پولیسو او امن کمېټۍ ترمنځ د امن د ټینګښت لپاره ۱۱ نکاتي تړون شوی و.
د راپورونو له مخې، په دغه تړون کې پرېکړه شوې چې د امن کمېټۍ غړي به د وسله والو او مشکوکو فعالیتونو په اړه معلومات پولیسو ته ورکوي او د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې سره به همکاري کوي، خو په خپل سر به امنیتي عملیات نه کوي.
د تړون په خبرو کې د قومي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت او نسیم علي شاه، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی پښتون یار خان او د پولیسو لوړپوړي چارواکي هم شامل وو.
دا تړون وروسته له هغې شوی و چې په بنو کې د پولیسو او امن کمېټۍ ترمنځ د واکونو، عملیاتو او د کمېټۍ د کردار پر سر اختلافات او احتجاجونه مخې ته راغلي وو.
د اګست په وروستیو کې د بنو د امن کمېټۍ سره تړلي یو شمېر پولیس اهلکاران نورو ضلعو ته هم بدل کړل شول، چې حضرت عمر هم پکې شامل و.
حضرت عمر په تازه وینا کې ویلي، اوس پولیس، امن کمېټي او چارواکي د بنو د امن لپاره یو موټی دي او ګډه همکاري به دوام کوي.


شال نیوز