پېښور : د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د تحریک انصاف ګوند لوړپوړي مشر اسد قیصر ویلي، د افغان طبي زده کوونکو د ایستلو په اړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه یې په پېښور های کورټ کې چیلنج کړې او مقدمه یې درج کړې ده.

 

اسد قیصر ،د سپتمبر په ۹مه، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د هرې اړوندې ادارې او قانوني لارې به د افغان زده کوونکو د حقونو دفاع کوي او دا موضوع به د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې هم پورته کوي.

 

نوموړي د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه خبرتیا غندلې چې له مخې یې په پاکستاني تعلیمي ادارو کې د طب او غاښونو په څانګو کې پر زده کړو بوخت یو شمېر افغان زده کوونکي له زده کړو ایستل کېږي.

 

اسد قیصر ویلي، هغه افغان زده کوونکي چې لا له وړاندې په پاکستان کې په زده کړو بوخت دي، باید پرېښودل شي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

 

هغه ویلي:

 

«د هغو زده کوونکو ایستل چې په زده کړو بوخت دي، په بشپړه توګه خندونکی کار دی. تاسو د زده کوونکو له راتلونکي سره لوبې کوئ. د دولتونو اړیکې کله ښې او کله خرابې وي، خو هغه کرکه چې د خلکو په زړونو کې پیدا شي، تر ډېره وخته پاتې کېږي.»

 

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا په وروستیو کې تعلیمي ادارو ته ویلي چې د طب او غاښونو په څانګو کې د ځینو افغان زده کوونکو د زده کړو دوام ودروي. د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه په عملي کېدو ده او لږ تر لږه یوې پاکستانۍ طبي تعلیمي ادارې شاوخوا ۲۰ افغان زده کوونکي له زده کړو ایستلي دي.

 

په افغانستان او پاکستان کې ګڼو سیاستوالو، مدني فعالانو او د تعلیم د برخې کسانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې افغان زده کوونکي باید د اسلام‌اباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي.

 

اسد قیصر د دغې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغان زده کوونکو د زده کړو او راتلونکي د خوندي کولو لپاره به خپله قانوني او پارلماني هڅه روانه ساتي.