پېښور : د خېبر پښتونخوا د تعلیم وزیر ارشد ایوب خان ویلي، په صوبه کي شاوخوا ۴.۹ میلیونه ماشومان له سکوله بهر دي او د هغوی تعلیم ته راوستل یوه لویه ستونزه ده.
نوموړي د لیک لوست د ودې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، یوازې حکومت نه شي کولای چې دومره لوی شمېر ماشومان سکولونو ته راولي او د دې لپاره د ټولنې، غیرسرکاري ادارو او نورو اړوندو ادارو همکاري هم ضروري ده.
ارشد ایوب خان ویلي، د صوبې جغرافیایي حالات، غربت، امنیتي ستونزې او په لرې پرتو سیمو کي سکولونو ته محدود لاسرسی هغه مهم لاملونه دي چې له امله یې ګڼ ماشومان له تعلیم څخه پاتې کېږي.
د تعلیم وزیر په وینا، صوبايي حکومت هڅه کوي چې د ټولنې پر بنیاد سکولونو، له رسمي سکولونو بهر د تعلیم مرکزونو، چټکو تعلیمي پروګرامونو او د لویانو د لیک لوست پروګرامونو له لارې هغو ماشومانو او لویانو ته د زده کړې موقع برابره کړي چې عادي تعلیمي ادارو ته لاسرسی نه لري.
هغه ویلي، د سکولونو له سیسټمه بهر د ماشومانو شمېر دومره زیات دی چې یوازې د نوو سکولونو په جوړولو دا ستونزه نه شي حل کېدای او د تعلیم لپاره بېلابېلې لارې باید وکارول شي.
د خېبر پښتونخوا حکومت له اوږدې مودې راهیسې د هغو ماشومانو د بېرته تعلیم ته راوستلو لپاره بېلابېل پروګرامونه پر مخ وړي چې یا هېڅکله سکول ته نه دي تللي او یا یې تعلیم نیمګړی پرېیښی دی.


شال نیوز