رستم : د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو ،د سپتمبر په ۹مه، په رستم پریس کلب کي د خبري غونډې پر مهال ویلي، د سدھوم رستم کرونده ګرو ته د زرعي اصلاحاتو له مخې د ۲۲۰۰ جریبه ځمکې د ورکولو مقدمه له اوږدې مودې راهیسې روانه ده او دا مهال په سپریم کورټ کي تر اورېدنې لاندې ده.
د ګوند مشرانو ویلي، په ۱۹۸۸ کال کي نواز شریف هم یاده ځمکه د کرونده ګرو حق بللې وه. دوی دعوه کړې چې د پېښور های کورټ او وفاقي شرعي عدالت پرېکړې هم د کرونده ګرو په حق کي شوې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرانو په وینا، سره له دې چې له ټیټو عدالتونو د کرونده ګرو په حق کي پرېکړې شوې دي، د ځمکې وروستۍ مقدمه اوس په سپریم کورټ کي ده او له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د اورېدنې نېټه نه ده ټاکل شوې.
دوی تور لګولی چې د ځمکو د پخوانیو مالکانو وارثان په عدالتي کارروایۍ کي لاسوهنه کوي او د مقدمې د ځنډ سبب ګرځي. د یادو وارثانو دریځ تر اوسه په دې اړه مخې ته نه دی راغلی.
د ګوند مشرانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو او د پاکستان له چیف جسټس څخه غوښتنه کړې چې مقدمه دې ژر د اورېدو لپاره وټاکل شي او د سدھوم رستم غریبو کرونده ګرو ته دې د دوی په وینا خپل قانوني حق ورکړل شي.
دوی ویلي، دا د زرعي اصلاحاتو پخوانۍ مسئله ده او غوښتنه یې دا ده چې د عدالتي پرېکړو له مخې د ځمکې حق حقدارو کرونده ګرو ته وسپارل شي.


پامیر جان