پېښور : د نیشنل ډیموکراټیک موومنټ د خېبر پښتونخوا مشرې بشرا ګوهر د کینګ اېډورډ میډیکل پوهنتون له خوا د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول د وروستي کال د زده‌کوونکو، د ایستلو پرېکړه غندلې ده.

 

بشرا ګوهر د سپتمبر په ۸مه، پر ایکس لیکلي، په وروستي کال کي د هغو افغان محصلینو ایستل چې د خپلو طبي زده‌کړو بشپړولو ته نږدې دي، «غیر انساني، ظالمانه او د منلو وړ نه دي.»

 

 

 

هغې له پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل او د کینګ اېډورډ میډیکل پوهنتون له انتظامیې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې سمدستي بیا غور وکړي او افغان محصلینو ته د خپلو زده‌کړو د بشپړولو حق ورکړي.

 

بشرا ګوهر ویلي، افغان زده‌کوونکي باید د طالبانو سره د سیاسي اختلافونو قربانیان نه شي او د هغوی د تګلارو حساب له زده‌کوونکو سره ونه شي.