کرمه : د خیبر پښتونخوا په کرمه ضلعه کې د منځنۍ سیمي له یو جومات څخه تښتول شوی د پولیسو د تاڼې مشر (اېس اېچ او) محمدي خان ،د سپتمبر په ۸مه، له یو بل تښتول شوي کس سره بېرته خوشی شوی دی. د حکومتي سرچینو په وینا، محمدي خان ،د سپتمبر په ۴مه، د جمعې لمانځه پر مهال وسله والو کسانو له جومات څخه تښتولی و.
سرچینې وايي، د هغه د بېرته راخوشي کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال وژل شوي دي. حکومتي سرچینې زیاتوي چې د اېس اېچ او ترڅنګ یو بل تښتول شوی کس هم له وسله والو څخه ژغورل شوی او محمدي خان له خوشي کېدو وروسته خپل کور ته رسېدلی دی.
په منځنۍ کرمه کې په وروستیو کې د تښتونو او وسله والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي او امنیتي ځواکونه وايي چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو لړۍ روانه ده. تر اوسه د وژل شویو وسله والو د هویت او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز