اسلام‌ اباد : په اسلام‌ اباد کي د پاکستان نیشنل کونسل آف آرټس، پي اېن سي اې، د «له خپل ځایه جلا نړۍ» په نوم د ځوانو فارغو هنرمندانو څلورم نندارتون روان دی چې تر سپټمبر ۱۱مې به دوام وکړي.

 

په نندارتون کي د پاکستان د بېلابېلو پوهنتونونو او هنري ادارو ځوانو فارغو هنرمندانو خپل انځورونه، مجسمې او نور هنري کارونه نندارې ته اېښي دي.

 

د نندارتون ډېری کارونه د ځای، پېژندنې، تړاو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو پر موضوعاتو راڅرخي. هنرمندان د خپلو کارونو له لارې دا ښيي چې انسان له خپل کور، سیمې، ژبې او ټولنې سره څه ډول تړاو لري او بې‌ ځایه کېدل او کډوالي پر دې تړاو څه اغېز کوي.

 

دغه موضوعات د پښتنو، بلوچانو او افغانانو له اوسني ژوند سره هم نږدې تړاو لري، ځکه په تېرو کلونو کي ګڼې کورنۍ د جګړو، ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او کډوالۍ له امله له خپلو سیمو وتلو ته اړې شوې دي.

 

پي اېن سي اې وايي، دا ډول نندارتونونه ځوانو هنرمندانو ته موقع ورکوي چې خپل هنري فکرونه له خلکو سره شریک کړي او د هنر له لارې د ټولنیزو او انساني موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

 

نندارتون به د سپټمبر تر ۱۱مې د پاکستان نیشنل کونسل آف آرټس په ودانۍ کي د خلکو لپاره پرانیستی وي.