پېښور : د پېښور په حیات‌ اباد کي ،د سپتمبر په ۷مه، د پوسټ ګرېجویټ کالج اف نرسنګ د زده‌ کوونکو او انتظامیې ترمنځ شخړه د هاسټل، کلینیکل ټرېننګ او د دوو زده‌کوونکو خلاف د داخلي پلټنې له معاملې پیل شوې وه، چې وروسته احتجاج، د پولیسو مداخله، نیونې او د ۲۶ څخه د زیاتو کسانو خلاف د مقدمې تر درج کېدو ورسېده.

 

زده‌کوونکي وايي، نارینه زده‌کوونکو ته د هاسټل مناسب انتظام نشته او هغه ځایونه چې د دوی لپاره ټاکل شوي وو، د کالج ځینو استادانو او کارکوونکو ته ورکړل شوي دي. د دوی بله لویه غوښتنه د کلینیکل ټرېننګ وه. زده‌کوونکي وايي، د دویم سمسټر پر مهال شاوخوا دوه میاشتې عملي یا کلینیکل ټرېننګ ورکول کېږي، خو دوی له دې موقع محروم ساتل شوي دي.

 

خو د کالج انتظامیه د شخړې بل اړخ بیانوي. د انتظامیې په وینا، د دوو زده‌کوونکو خلاف جدي شکایتونه شوي وو او هغوی د پلټنې یوې کمېټۍ ته بلل شوي وو. انتظامیه وايي، دغو زده‌کوونکو د کمېټۍ مخې ته د حاضرېدو پر ځای نور زده‌کوونکي هم له ځان سره کړل او د انتظامیې دفتر ته ورغلل. د انتظامیې په وینا، هغوی غوښتل چې د دوی خلاف پلټنه ختمه شي.

 

د کالج انتظامیه وايي، وروسته زده‌کوونکو د کالج او هاسټل دروازې وتړلې، د استادانو او کارکوونکو تګ راتګ یې محدود کړ او له انتظامیې سره یې شخړه وکړه. د تاتارا پولیسو ته په ورکړل شوي لیکلي شکایت کي دا هم ویل شوي چې یو شمېر کسان د پرنسپل دفتر ته ننوتل او پرنسپل، ښځینه استادانو او نورو کارکوونکو ته یې ګواښونه وکړل.

 

زده‌کوونکي بیا دا تورونه ردوي او وايي، احتجاج یې د خپلو تعلیمي او هاسټل غوښتنو لپاره سوله‌ییز و. د دوی په وینا، انتظامیې د خبرو پر ځای پولیس راوغوښتل. د احتجاج پر مهال پولیسو ۱۱ زده‌کوونکي، چې نجونې هم پکې شاملې وې، ونیول. وروسته دغه زده‌کوونکي خوشې کړل شول.

 

زده‌کوونکو پر پولیسو تور پورې کړی چې د احتجاج پر مهال یې زور کارولی او له زده‌کوونکو سره یې ناوړه چلند کړی دی. په ځینو راپورونو کي دا هم ویل شوي چې یوه نجلۍ د پولیسو د موټر له امله ټپي شوې، خو د دې پېښې بشپړ جزئیات لا د رسمي پلټنې برخه دي.

 

بل لور ته پولیس او د کالج انتظامیه وايي، د احتجاج پر مهال د پولیسو د کار مخه نیول شوې او د سرکاري موټرو د نقصان او پولیسو سره د مزاحمت په اړه هم شکایتونه شوي دي. د همدې پېښې په تړاو پولیسو له ۲۶ زیاتو کسانو خلاف مقدمه درج کړې ده.

 

د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښې د پلټنې لپاره درې کسیزه کمېټي جوړه کړې ده. د روغتیا څانګې سپېشل سیکرټري، د ډایرکټر جنرل هېلت سروسز اکېډمۍ او ډایرکټر جنرل هېلت سروسز په دې پلټنه کي شامل دي. کمېټۍ ته ویل شوي چې د احتجاج، د کالج انتظامیې د کردار او د پولیسو د کارروایۍ په اړه راپور وړاندې کړي.

 

د سپټمبر پر اتمه یو بل نوی پرمختګ دا شوی چې له زده‌کوونکو سره تر خبرو وروسته چارواکو د اړوند پولیس سټېشن اېس‌اېچ‌او معطل کړی دی. چارواکي وايي، د کالج د پرنسپل په اړه به هم د پلټنې د راپور له مخې فیصله کېږي او که نور چارواکي ملامت وپېژندل شي، د هغوی خلاف به هم کارروایي کېږي.

 

د دی معاملې اصل یوازې «پرنسپل ته ګواښ» نه دی؛ شخړه د هاسټل، کلینیکل ټرېننګ، د دوو زده‌کوونکو خلاف داخلي پلټنې، احتجاج او وروسته د پولیسو د مداخلې له موضوعاتو سره تړلې ده. د زده‌کوونکو او انتظامیې بیانونه یو له بل سره توپیر لري او حکومت د همدې متضادو دعوو د معلومولو لپاره پلټنه پیل کړې ده.