ممبۍ : د هندي موسیقۍ د نامتو سندرغاړې اشا بوسلې وروستۍ ثبت شوې فلمي سندره نن د هغې د ۹۳مې زوکړې په مناسبت خپره شوه.

 

دا سندره په ۲۰۲۳ کال کي ثبت شوې وه او د «اوم کا هري» فلم برخه ده، چې د سپټمبر پر ۱۸مه به سینماوو ته وړاندې شي. د سندرې په ویډیو کي د اشا بوسلې د سټوډیو د ثبت صحنې هم شاملې دي.

 

اشا بوسلې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۱۲مه په ممبۍ کي په ۹۲ کلنۍ مړه شوې وه. دا د هغې وروستۍ ثبت شوې فلمي سندره بلل کېږي چې له مړینې وروسته خپره شوې ده. اشا بوسلې شاوخوا اته لسیزې د هند د موسیقۍ په نړۍ کي فعاله وه او زرګونه سندرې یې ویلي دي.