د پاکستان جونیئر نارینه هاکي لوبډلې ،د سپتمبر پر اتمه، مالیزیا ته ۵ ـ ۲ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ کال د جونییر هاکي اسیا کپ سیمي فاینل ته ورسېده. سیالي د چین په موچي کي شوې ده.
مالیزیا په نهمه دقیقه کي لومړی ګول وکړ او تر لومړۍ نیمایي یې ۱ ـ ۰ برتري لرله، خو پاکستان په دویمه نیمایي کي پنځه ګولونه وکړل. ندیم خان، عبدالله سمي رانا او علي حمزه یو ـ یو، او ولید رانا دوه ګولونه وکړل. علي حمزه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دا په روان ټورنمنټ کي د پاکستان درېیمه پرلهپسې بریا ده. پاکستان له نهو پواینټونو سره د پول بي په سر کي دی او تر اوسه یې کومه لوبه نه ده بایللې. پاکستان به د چهارشنبې په ورځ خپله وروستۍ ګروپي لوبه له بنګلهدېش سره کوي.


شال نیوز