کابل : د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې افغانستان به په اکتوبر او نومبر کي په متحده عربي اماراتو کي د بنګله‌دېش او زمبابوې کوربه وي.

 

افغانستان او بنګله‌ دېش به د اکتوبر له ۹مې تر ۱۳مې یوه ټېسټ لوبه کوي. له دې وروسته به افغانستان، بنګله‌ دېش او زمبابوې د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې په درې اړخیز یو ورځني سیریز کي برخه واخلي.

 

په سیریز کي به بنګله‌دېش د اکتوبر پر ۱۷مه له زمبابوې، افغانستان د اکتوبر پر ۱۹مه له زمبابوې او د اکتوبر پر ۲۱مه له بنګله‌دېش سره لوبې کوي. د دوو غوره لوبډلو ترمنځ پایلوبه به د اکتوبر پر ۲۳مه وي.

 

له دې وروسته به افغانستان او زمبابوې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړي او بیا به د نومبر له ۵مې تر ۱۷مې دوه ټېسټ لوبې هم ولري. د ټولو لوبو د میدانونو نومونه لا نه دي اعلان شوي.