کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي په کابل کي د زلمي خلیلزاد په شتون کي د طالبانو او یوې سعودي کمپنۍ ترمنځ د نفت او ګازو د تړون لاسلیک ته غبرګون ښودلی دی.

 

کوفي ،د سپتمبر په ۸مه، پر ایکس لیکلي، خلیلزاد له طالبانو سره واک ته د بېرته رسېدو په برخه کي مرسته کړې، د هغوی لپاره یې لابي کړې او د امریکا ادارې ته یې ناسم معلومات ورکړي دي. هغې تور پورې کړی چې خلیلزاد اوس خپل نفوذ د افغانستان د طبیعي زېرمو د لوټ لپاره کاروي.

 

کوفي ویلي:

 

«هغه له یوې ډلې سره مرسته وکړه چې بېرته واک ته ورسېږي، هغوی یې د طالبان ۲.۰ په نوم ملاتړ کړل، د امریکا ادارې ته یې ناسم معلومات ورکړل او اوس خپل نفوذ ناوړه کاروي څو زموږ د هېواد طبیعي زېرمې لوټ کړي.»

 

نوموړې زیاته کړې، کېدای شي د افغانستان سیاسي ډلې پر ډېرو مسئلو اختلاف ولري، خو باید اجازه ور نه کړي چې د هېواد طبیعي زېرمې یې د سترګو پر وړاندې ولوټل شي.

 

 

 

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل ته د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستی سفر او هلته د هغه فعالیتونه د واشنګټن په استازیتوب نه دي شوي.

 

د وزارت یوه ویاند ویلي، خلیلزاد اوس د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی او په کابل کي یې فعالیتونه په شخصي توګه کړي دي. خلیلزاد په وروستیو ورځو کي کابل ته تللی او د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون، سره یې لیدلي دي.