مردان : د مردان یو شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ادبي ټولنو د پېښور پوهنتون د هغې فیصلې مخالفت کړی چې له مخې یې پښتو اکېډمي د پښتو څانګې سره یوځای کېږي.

 

د سپتمبر په ۷مه، د «فانوس پبلشنګ سنټر» او «توریالي پښتو ادبي جرګې» په ګډه غونډه کې ګډونوالو ویلي، پښتو اکېډمي په ۱۹۵۵ کال کي د پښتو ژبې، ادب، تحقیق او علمي کار لپاره جوړه شوې او له تېرو اوو لسیزو راهیسې یې د پښتو ژبې او ادب لپاره کار کړی دی.

 

لیکوالانو او شاعرانو ویلي، پښتو اکېډمي خپل ځانګړی علمي او اداري شناخت لري او له پښتو څانګې سره یوځای کول یې د ادارې پر راتلونکي، تحقیق او ادبي فعالیتونو اغېز کولای شي.

 

غونډې له خېبر پښتونخوا حکومت او د پېښور پوهنتون له چارواکو غوښتي چې پر خپلې فیصلې بیا غور وکړي او پښتو اکېډمي د یوې مستقلې علمي او تحقیقي ادارې په توګه وساتي.

 

پښتو اکېډمي د پېښور پوهنتون له پخوانیو علمي ادارو څخه ده او د پښتو ژبې، ادب، تاریخ او تحقیق په برخه کي یې ګڼ کتابونه او علمي اثار خپاره کړي دي.