جنیوا : د سویس په جنیوا ښار کې نن، د سپتمبر پر ۸مه، د «غوړېدونکی افغانستان: هنر مقاومت کوي، هیله غوړېږي» په نوم د افغان کلتور او موسیقۍ ځانګړی پروګرام کېږي.
په ویکټوریا تالار کې به د ارش بارز او د اسمان موسیقۍ ډلې کنسرټ وي. په دې ډله کې رباب غږوونکی کینګو سایتو، د کابل ډریمز شریک بنسټګر مجتبی حبیبي، الیا پاینده او ابي رضايي شامل دي، او داوود پژمان به د مېلمه سندرغاړي په توګه برخه اخلي.
په دې کنسرټ کې به دودیزه افغان موسیقي، فارسي شاعري او عصري سازونه یو ځای وړاندې کېږي. تر کنسرټ مخکې به په افغانستان کې د کلتوري حقونو، هنر او د هنرمندانو د حالت په اړه عام بحث هم کېږي.


شال نیوز