هنګو : د هنګو پولیس وايي، چې وسله والو ،د سپتمبر په ۸مه، د انارچینې پر پولیس چیک پوسټ د کواډکاپټر ډرون برید کړی چې پکې دوه پولیس، فیصل او ظفر حیدر، ژوبل شوي دي.

 

د هنګو ډي پي او طارق حبیب ویلي دي، چې د برید له اطلاع وروسته د پولیسو درنه نفري سیمې ته لېږل شوې او د فرنټیر کور ځواکونه هم د انارچینې چیک پوسټ پر لور روان دي.

 

د ډي پي او په وینا، پولیسو ته اطلاع رسېدلې چې وسله والو د توغ چپر او انارچینې ترمنځ پر لارو او د چیک پوسټ شاوخوا غرنیو سیمو کې د مرستندویه ځواکونو د نښه کولو لپاره کمینونه نیولي دي.

 

طارق حبیب ویلي دي، چې وسله وال د انارچینې چیک پوسټ له بېلابېلو خواوو څخه په سنایپر وسلو ډزې هم کوي.

 

تر اوسه د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او د پېښې نور جزییات لا مخې ته نه دي راغلي.